ورزش

د کابو شپیتو ميليونو افغانيو په لګښت د کرکټ لوبغالی پرانیستل شو.

کابل باختر د مرغومې يولسمه
په خوست ولايت کې  دکابو شپيتو ميليونو افغانيو په لګښت د کرکټ لوبغالی د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې زرګونه خلکو پکې ګډون کړي وو د ملي لوبغاړو د لوبډلو ترمنځ د يوې دوستانه لوبې په کولو سره پرانيستل شو .
د خوست والي حکم خان حبيبي  په پرانيستې وينا کې د مراسمو ګډونوالو ته  وويل، چې دغه لوبغالي د المان هېواد له لوري د دوه شپيتو ميليونو افغانيو په ‎‎‎ لګښت د  ۲۵ جريبه ځمکې په ساحه کې په يو نيم کال کې رغول شوی.
حبيبي وويل: ستاسي مينه او دومره لويه راټوليدنه دا ددې رښتينی اثبات دی چې خوست د افغانستان په کچه د سولې کور دی.
ده له جمهور ريېس څخه هيله وکړه  چې خوست په الفاظو کې نه بلکې نننۍ مراسم د دې بېلګه ده چې دغه ولایت په رښتيني توګه د سولې کور دی او بايد د سولې د کور په نامه اعلام شي .
رغول شوی لوبغالی د پنځو زرو ننداره کوونکو د ناستې ځای لري، خو راغلو خلکو د ميدان په چمن کې ځانونه سره ځای کړي وو، زرګونه نور ننداره کوونکي له لوبغالي څخه بهر هم ولاړ وو، خو د لوبغالي د کوچنيوالي له امله یې نه شوای کولای چې ننوځي .
د افغانستان د کرکټ بورډ ريېس شکر الله عاطف مشعل مراسمو ته په وينا کې ژمنه وکړه، چې نه يواځې دا لوبغالی به پراخوي، بلکې تر څنګ به يې د ننداره کوونکو ته نورې اړينې اسانتياوې هم برابرې کړي.
مشعل وويل: ما چې ستاسو له کرکټ سره مينه وليده ،نو دغه لوبغالی تاسو ته بسنه نه کوي او  له نن نه ژمنه درسره کوم چې زما د اجنډا په سر کې به دا وي چې دغه لوبغالی بايد د ۳۰ زره کسانو ظرفيت ولري.
مشعل زياته کړه چې د دې لوبغالي تر څنګ به جومات هم جوړيږي او د يو نړيوال کرکټ لوبغالي ټول معيارونه به په دې لوبغالي کې پلي کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته