نړۍ

دبنګله ديش دجماعت اسلامي ډلې ديوه مشراعدام

ډاکه بي بي سي نيوز باختر د وږي د مياشتې  ١٤  :
دبنګله ديش  دډيرې سترې ګوندي ډلې  (جماعت اسلامي )   يو مشر ميرقاسم علي  اعدام شو.
دبنګله ديش  حکومت اعلام وکړ چې ميرقاسم علي  په ١٩٧١ ميلادي کال کې  
له پاکستان څخه دبنګله ديش دخپلواکۍ د جګړې په بهيرکې دجنګي  جنايتونو دترسره کولو په خاطر اعدام شوى دى.
ميرقاسم علي چې دجماعت اسلامي دډلې اصلي  مالي ملاتړى و ، دوه کاله مخکې په اعدام محکوم شو او دده داعدام  حکم په پاى کې پرون مازيګر عملي شو.
له هغه وخت څخه  چې دبنګله ديش صدراعظمې شيخ حسينې واجد  ددغه هېواد دخپلواکۍ د جګړې په دوران پورې داړوندو  جنګي جنايتونو دڅيړنې محکمه جوړه کړې ده دا دجماعت اسلامي پنځم مشر دى چې اعداميږي.
دروان کال دثور په مياشت کې  دجماعت اسلامي مشر  مطيع الرحمن نظامي هم د ١٩٧١ ميلادي کال د جګړې په دوران کې  د جنګي جنايتونو دترسره  کولو په خاطر اعدام شو.
دجماعت اسلامي  او دبشر د حقوقو دځينو ملاتړو ډلو پلويان وايي  چې ددغې ډلې  دمشرانو اعدام سياسي انګيزه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته