سیاست

دبهرنيو چارو وزير دافغانستان لپاره داروپاداتحاديې له ځانګړي استازي سره وکتل .

کابل باختر دلړم دريمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن دافغانستان لپاره داروپا داتحاديې له ځانګړي  استازي رولاند کوبيا سره وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دکتنې په پيل کې کوبيا دافغانستان لپاره داروپا داتحاديې نوې ستراتيژي  دافغانستان په وړاندې ددغې اتحاديې د هميشنۍ ژمنې نښنه نښانه وبلله  او دافغانستان په مشرۍ اومالکيت  دسولې له بهيراو دافغانستان په باره کې  دسيمه ئيزې اجماع له پياوړتيا سره داروپا داتحاديې د هراړخيز ملاتړ ډاډ ورکړ .
وروسته دبهرنيو چارو وزير له افغانستان سره داروپا داتحاديې په تيره بيا دسولې ، دبشر دحقوقو او ددموکراسي  د ملاتړ په برخه کې داروپا داتحاديې دارزښتناکو  همکاريو له امله مننه وکړه او  دسولې او دسيمه ئيزې همغږي اواړيکو دپراختيا په لاره کې دافغانستان ددولت دهڅو او هاند په باره کې  خبرې وکړې.
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته