فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په خدماتي کارکوونکو پسرلنۍ جامې وويشل شوې

_کابل باختر دوري دمياشتې ٨ نيټه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دمالي ، اداري او ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي نن ددغه وزارت په خدماتي کارکوونکو پسرلنۍ جامې وويشلې .
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ ميرمن مصطفوي دجامو دويشلو په وخت کې  وويل  چې ددغو جامو دويشلو موخه داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت کارکوونکو ترمنځ دلازيات نظم راوستل دي.
دغه پسرلنۍ جامې ددغه وزارت دخدماتي څانګې  په درې سوه څلويښتو تنو کارکوونکو  وويشل شوې.
داطﻻعاتو اوفرهنګ وزارت  د وړکتون يوې خدماتي کارکوونکې  دباختر آژانس خبريال ته وويل  چې پخوا ددغه  وزارت په  خدماتي کارکوونکو جامې نه ويشل کيدې
دې  د دې ترڅنګ  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د مسوولانو له  دغه نيک اقدام  څخه په قدرداني  سره  وويل  دغه  شان اقدام  د دې سبب  کيږي  چې  دخدماتي  کارکوونکو ترمنځ  زيات نظم  راشي ..
پاى سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته