امنیت

په فاريا ب کې داتو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د وري  دويمه :
اته تنه ډار اچوونکي نن سهار  دفارياب ولايت  په پښتونکوټ ولسوالۍ کې  دپوځي عملياتو په  بهير کې  ووژل شول .
  د ٢٠٩ شاهين قول اردو  دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله  جمشيدي  باختراژانس ته وويل  چې دغه ډار اچوونکي دفارياب  ولايت  دپښتونکوټ ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  دامنيتي ځواکونو په خاصو عملياتو کې ووژل شول
جمشيدي زياته کړه  چې په دغو عملياتو کې  اووه تنه نور ډار اچوونکي ونيول شول . او دوژل شويو ډار اچوونکو مړي  په ساحه کې پاتې و .
جمشيدي وويل  چې په دغو عملياتو کې  ددښمن  يوه پيکا اته کلاشينکوفونه او دوه توغندي ويشتونکي  ترلاسه شوي دي . او ديکه توت ، سنګ زرد کلي او څو نور ګاونډي کلي  د ډاراچوونکو له شتون څخه  پاک شوي دي .
  ختم- ف _ اکرم                                               

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته