اقتصاد

دېرش ميليونه ډالره ليلامېږي

کابل باختر دچنګاښ ٤ مه
مرکزي بانک ۳۰ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته لېږل شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د چنګاښ په ٥ مه د چهارشنبې په ورځ ٣٠ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوسوداګريزو بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ په داوطلبۍ کې د ګډون په مقصد د تضمین په ډول نه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلونکو داوطلبيو کې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او يا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نه شي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له درېيو زياتې پيسې وغواړي.پاى سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته