ټولنه

په غزني کې په لسګونو تنو مظاهرې وکړې

کابل باختردکب دمياشتې١٢ نيټه :
په لسګونو تنو نن  په غزني ولايت کې  دخپلو خپلوانو د وژل کيدو له امله   مظاهرې وکړې. 

دغه مظاهرې  د غزني ولايت  دقره باغ ولسوالۍ ددوو کليو داوسيدونکو  ترمنځ  دتيرې شپې د جګړې په اړوند  چې د دوو تنو د وژل کيدو سبب شوه  په غزني ښارکې  ترسره شوې.
دغزني د والي وياند  عارف نوري  دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې دنيخته دکلي يو شمير اوسيدونکو   دقره باغ ولسوالۍ دشيرآباد په کلي بريد وکړ  چې له امله يې  دشيرآباد دکلي  دوه تنه اوسيدونکي ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دشير آباد قومي مشر حاجي بشير چې  د مظاهره کوونکو په ډله کې و   وويل ؛ سيمه ييزو پوليسو دنيخته دکلي  داوسيدونکوپه ملاتړ ددوى په کلي بريد کړى دى چې  ددوو تنو په وژل کيدو  او دڅو تنو نورو په ټپي کيدو برسيره يې ددوى دکلي   دوه تنه اوسيدونکي هم له ځانه سره بيولي دي.
ده  دغزني په والي  او داجرائيه رياست په لومړي مرستيال  انجينر محمدخان   دلاسوهنې تور ورلګاوه  چې ددوى دحقوقي مسئلې دحل کولو پرځاى  د دغو  قومونو ترمنځ يې  جګړه رامنځته کړې ده .
دغزني دسولې دشورا رئيس  شاه محمدټولواک وايي  چې ددغو دوو کليو ستونزه دحقوقي دعوا زيږنده ده  چې مسوولينو هغه په سمه توګه نه ده څيړلې  او که چيرې  حل نه شي   ددغې ستونزې لمن به نورو کليوته پراخه شي .
ددغو دوو کليو د اودسيدونکو ترمنځ  جنجال له يوه کال را په دې خوا داوبو په  ويش دوام لري او دنيخته دکلي اوسيدونکي ادعا کوي چې دشيرآباد دکلي اوسيدونکو دنيخته دکلي لس تنه اوسيدونکي درې مياشتې مخکې تښتولي دي  چې د هغوي دبرخليک په باب تراوسه پورې  معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د دغو دوو  کليو اوسيدونکي  له سيمه ييز اومرکزي مسوولينو څخه  غوښتنه کوي چې ډير ژر دې   د دواړو لورو ترمنځ حقوقي دعوا حل کړي.پاى ج ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته