امنیت

د کابل په نوي ښارکې جګړه دوام لري

کابل باختردليندۍ دمياشتې١٣نيټه :
سره له دې چې په کابل ښارکې له يوې  غير مسوولې وسله والې ډلې سره دپوليسو له  جګړې څخه  ١٣ ساعته تيرېږي  وسله وال  کسان تراوسه پورې نه دي تسليم شوي.
يوه امنيتي خبرځاى تائيد کړه چې ددغې جګړې په بهيرکې يو پوليس شهيد اوشپږتنه نورپوليسان له يوه خبريال سره ټپيان شوي دي .
سره له دې چې  دکابل دپوليسو مقامات وايي چې دغه غيرمسوول وسله وال کسان څوک  دي خو يوشمير خبرځايونو پرون وويل چې پوليس له تميم شنسب اودهغه له ساتوونکو سره په جګړه بوخت دي.
جګړه هغه وخت پيل شوه چې پوليسو دحاجي يعقوب په څلورلارې کې ديو کور دتشولو په اړوند دمحکمې حکم عملي کړي دغه کوردتميم شنسب له خوا غصب شوى دى . ويل کېږي دى له يوولسو تنو افرادوسره يې په کور کې سنګرنيولى دى او په آر  پي جې  ، پيکا او کلاشينکوفونو سره سمبال دي.
دغه جګړه په  داسې حال کې ترسره کېږي چې د کورنيو چارو وزارت له نن  څخه دغيرمسوولو وسله والو کسانو او د قوماندانانو دنيولو پروګرام پيل کړى دى.              پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته