ښوونه او روزنه

د کانکور په ازموینه کې ۵۲ کلن مشر او ۱۶ کلن کشر ګډون وکړ

 کابل/ د وږي ۲ مه/ باختر
دغه  ازموینه چې  په ننګرهار کې  پیل شوې، د ۲۰۶۱ نجونو په ګډون ۱۶ زره ۶۶۳ زده کوونکو په کې ګډون  کړی چې درې ورځې به دوام وکړي.
  د کانکور ازموینې د کمېټې مشر پوهنمل دوکتور سید روضت الله مجید وايي، د نورو ولایتونو په پرتله په ننګرهار کې د کانکور ګډونوال زیات دي او ډاډ یې ورکړ چې په بشپړ شفافیت سره به د کانکور ازموینه واخېستل شي.
د ننګرهار په پوهنتون کې د سږني کانکور ازموينې تر ټولو مشر ۵۲ کلن او تر ټولو کشر ۱۶کلن دى، چې د خپلې خوښې پوهنځيو ته د بريا هيله لري.
محمد عثمان، چې ۵۲ کلن دی د کامې ولسوالۍ اوسيدونکی او د سيد سرور قادري لېسې څخه فارغ شوى دی.
هغه وايي چې د خوښې پوهنځي يې پښتو ادبيات او ژورناليزم دى او هيله يې وښوده، چې د خپلې خوښې يوه پوهنځي ته بريالی شي.
د کانکور ازموينې تر ټولو کشر ګډونوال شپاړلس کلن حامد دی، چې د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی او د ننګرهار عالي لېسې څخه فارغ شوى دی.
حامد وايي، چې انجينرۍ پوهنځي ته يې د لارې موندلو په موخه د کانکور ازموينه ورکړه او هیله من دی، چې خپلې موخې ته به ورسېږي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته