سیاست

محمد اشرف غني : ټولنيز تعصب تباهى رامنځته کوى.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٩
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني په هغه پيغام کې چې داسلام له نظره د تعصب سيمينار ته يې ليږلى دى طرحه کړى دى، ټولنيز تعصب به په ټولنه کې تباهى رامنځته کړي.
دباختر آژانس خبريال ليکي: دغه سيمينار دوږي دمياشتې په ١٦ نيټه دافغانستان دعلومو د اکاډمۍ له خوا جوړ شو او جمهور رييس دسيمينار په نامه په خپل پيغام کې طرحه کړه هر هغه څوک چې دمذهب ،ژبې،ملت اويا په بل هرنامه دتعصب اورته لمن وهى ټولنه د دښمن په لور سوقوى.
دجمهور رييس له خوا ددغې مسئلې طرحه کول هغه هم په يو سيمينار کې چې دهيواد يو شمير پوهانو ، فرهنګيانو او اديبانو په کې ګډون کړي دي د دې حقيقت ښکارندوى دى چې په سياسى او ټولنيزو مسئلو کې دهيواد دمشرتابه نظر داسلام په بين دين ولاړ دى، ځکه داسلام له نظره تعصب مردود بلل شوى دى ، نو هغه کسان چې په هر نوم سره قومي ، ژبنيو او مذهبي تعصب ته لمن وهى دافغانستان دخلکو دښمنان دي .
په هر صورت خلک په ټولنيزې غوټې سره چې لري يې هيڅکله دتعصب په لټه کې نه دي خو دا يو تريخ حقيقت دى چې دهيواد په درديدلى ټولنه کې يو شمير کسان دتعصب تخم کري او په يو ډول نه يو ډول د دښمن په ژرنده کې او به اچوي.جمهور رييس په دې پيغام کې داسلام دمقدس دين دځلاندوانديښو پربنسټ طرحه کړې ده تعصب دتاوتريخوالى سبب کيږي او اسلام ديوې واحدې ټولنې دجوړولو غوښتنه کوي.
دهغه څه په نتيجې اخستلو سره چې جمهور رييس په خپل پيغام کې طرحه کړى دى په څرګند ډول کولاي شو ووايو هغه کسان چې دقومي،مليتي ،مذهبي او ژبنيو مسئلو ته دلمن وهلو په لټه کې دي مسلمان نه دى او نه هم افغان .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته