سیاست

دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې ديونان جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت له معين سره وکتل .

 کابل باختر د  ليندۍ اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي  همکاريو معينې عادلې راز دافغانستان لپاره دژينو کنفرانس تر څنګ  ديونان دبهرنيوچارو وزارت له معين تيرينس کويک سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې دواړو  لورو دافغانستان  او يونان ترمنځ ددوه اړخيزو اړيکو دپراختيا او په افغانستان کې دپانګونې دشرايطو دڅرنګوالي په باره کې  خبرې وکړې .
کويک زياته کړه چې ديونان خصوصي سکتور  ليوالتيا لري چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو په تيره بيا دبادي انرژۍ دتوليد په برخه کې پانګونه وکړي .   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته