(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)(PS)ټولنه

محمد یونس راشد: اوسنی حکومت نمایشي کارونو ته علاقه نه لري

کابل، د وږي ۲۵ مه، باختر

د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین په سرپل کې د یو روزنیز مرکز د پرانیستلو پرمهال ویلي، چې اوسنی حکومت نمایشي کارونو ته علاقه نه لري.

د باختر آژآنس د خیر له مخې؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد په سرپل کې د ځوانانو لپاره د روزنیز مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې وویل:«اوسنی حکومت نمایشي کارونو ته علاقه نه لري او افغانستان د ځوان نسل له پلوه بډای هېواد دی او د ولایتونو تر منځ له توپیر پرته ځوانانو ته حق ورکوو.»

نوموړی دغه راز زیاته کړه: «موږ له ځوانانو څخه د کار غوښتنه نه کوو، بلکې د هغوی لپاره کار کوو، موږ هېڅکله له دوی څخه  ونه غوښتل چې د اوسني حکومت په ګټه تظاهرات او یا تبلیغات وکړي.»

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم قاري محمد یونس راشد ځینو نورو ولایتونو ته هم سفر کړی و او د ځوانانو ستونزو ته یې د رسېدنې ډاډ ورکړی دی.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا