امنیت

دملي اردو دځواکونو عمليات دوام لري

کابلباختردميزان١٠
دملي دفاع وزارت يوخبرځاى وايي د زيات ثبات دټينګښت په مقصددملي اردو دځواکونو چاڼيز عمليات د هيواد په ځينو ولايتونو کې دوام لري .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ : دثبات تامينولو او دسوله ييزې فضا درا منځته کولو په مقصددملي اردو دځواکونو چاڼيز عمليات
د کونړ ولايت دپيچ  درې ، دپکتيا ولايت د زرملې  ، دپکتيکا ولايت د مټا خان ، دقندهار ولايت دارغنداب دولسواليو ، دلوګر ولايت دمرکز دفراه  ولايت ،دهلمند ولايت د نا وې ، دفارياب دپښتون کوټ ، دکندز دخان آباد او دبدخشان د وردوج اودکران اومنجان دولسواليو او د فراه ولايت په  مربو طاتو کې دوام لري .
ويل کيږي دملي اردوځواکونو ددغو عملياتو په بهيرکې ښه برياليتوبونه درلودل او دښمن ته دسر زيات زيان اوښتى دى  چې جزئيات يې  وروسته خپريږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته