امنیت

دهلمند پوليسو دوه تنه له يوې اندازې چاوديدونکو توکوسره ونيول

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٩ :
په هلمندولايت کې ملي پوليسو تيره شپه دوه تنه ياغي طالبان له يوې  اندازې  چاوديدونکو توکوسره ونيول  .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: نيول شويو کسانو دغه توکي په يو ډاډسن موټرکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې په هلمند ولايت کې په  يو لړتروريستي بريدونوکې وکاروي چې دپوليسو له خوا ددغه ولايت دګرمسير ولسوالۍ  په لکى سيمه کې ونيول شول.
دغه راز دملي پوليسون منسوبينو پرون دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ په مربوطاتوکې څلور تنه ياغي طالبان له دوو کلاشينکوفونو او دوو مخابرو سره ونيول.
ديوبل خبرله مخې دهلمندولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې  پرون له غرمې وروسته دياغيانو او دپوليسو دځواکونو ترمنځ په نښته کې درې تنه ياغي طالبان ووژل شول اويوه پيکا، درې کلاشينکوفونه  او دوه موټر سايکلونه هم دملي پوليسو لاس ته ورغلى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته