ټولنه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام !

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  حامدکرزي د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام !
په ژورې خواشيني سره مې خبرترلاسه کړ چې دهيواد دپوهنې يو سابقه لرونکى خدمتګار عبدالغفور محبي دهغې ناروغى له امله چې ورپيښه شوې وه؛ وفات شو.
انالله وانااليه راجعون
ارواښاد عبدالغفور محبي يوه زياته موده دهيواد دپوهنې په بېلابېلوبرخو کې خدمت وکړ او وروستي دنده يې په دې لاره کې دباميانو ولايت دپوهنې رياست و.
ده دهيواد دبچېانو په روزنه کې زيات کړاونه وګالل او خدمتونه يې دقدر وړ او مړينه يې ضايعه ده .
دخپلې ډاډګيرنې او خواخوږي مراتب د ده کورنۍ ، دوستانو اوشاګردانو ته وړاندې کوم او د لوى  خداى (ج) له دربار څخه متوفى ته دمغفرت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبرهيله کوم .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته