کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
د پکتیا امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې ۳ تنه د وژنې په تور نیولي دي.
دغو کسانو څو ورځې مخکې یو سړی د ګردیز ښار په هوټل کې وژلی و.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ یوې سرچېنې باختر آژانس ته وویل، چې دغه کسان پرون ناوخته د یو لړعملیاتو په بهیر کې ونیول شول.
د وژل شوي کس کورنۍ وايي، چې دوی له هیچا سره دښمني نه لرله.
دغه کورنۍ له اسلامي امارت څخه د عدالت د تامینولوغوښتنه کوي.
ع