ټولنه

په لغمان کې دکرونا ناروغۍ د مخنيوي په اړوند د پوهاوي پروګرام پيل شو

کابل / دکب  ٢٥مه / باختر :
په لغمان کې دکرونا ناروغۍ د پراختيا د مخنيوي په خاطر د پوهاوي ورکولو پروګرام پيل شو.
په دې کمپاين کې خلکو ته د پوهاوي ورکولو ترڅنګ پر هغوى ماسکونه هم وېشل کېږي .
د لغمان يوه سيمه ييز مسوول باختراژانس ته وويل چې لسګونه روغتيايي دولتي کارکوونکي  له رضاکارو ځوانانو سره د مهترلام او د اړوندو ولسواليو بازارونو  ته ځي اوخلکو ته پر کرونا ناروغۍ له اخته کېدو د مخنيوي لارې چارې  ښايي او هغوى ته ماسکونه ورکوي.
تراوسه پورې په لغمان کې دکرونا ناروغۍ کومه پېښه نه ده ثبته شوې؛ خو مسوولين  د دغې ناروغۍ پر وړاندې داقداماتو نيولو خبره کوي.
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته