ورزش

دکنترولي کاراتي انتخابي سيالۍ پاى ته ورسيدې .

 کابل باختر د تلي لسمه :
دکنترولي کاراته انتخابي سيالي  نن په کابل کې  پاى ته ورسيدې .
دالمپيک دملي کميټې ويندوى مجيب الله رحماني باختراژانس ته وويل  : 
دغه سيالۍ چې  دوه  ورځې مخکې دهيواد دمرکز او يوولسو ولايتونو دڅه  دپاسه درې سوه تنو ورزشکارانو ترمنځ دنجونو اوهلکانو په څانګو کې دالمپيک  دملي کميټې په جمنازيوم کې پيل شوي وې  نن پاى ته ورسيدي  چې په نتيجه کې يې دنجونو په برخه کې شپږ ديرش تنه ورژشکارانې په نهو وزني کته ګوريو کې او دهلکانو په برخه کې اته شپيته تنه په اوولسو وزني کټه ګوريو کې دځوانانو ، تنکيو ځوانانو او دلويانو ملي ټيمونو ته  لاره موندله .
رحماني زياته کړه دغه راز درې  تنه ورزشکارې  نجونې دکاراټې  کانا په  ټيمي برخه کې او شپږ تنه هلکان دکاراته کاتا په ټيمي برخه کې د داورانو  له خوا وټاکل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته