اقتصاد

مرکزي بانک ډالر ليلاموي

کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٢ :

دافغانستان بانک دروان کال دسلواغي دمياشتي  دشپاړلسمي اواتلسمي ديکشنبې اوسه شنبې  دورځو په ليلام  کې  يوه اندازه ډالردليلام په ډول پلوري

په شرايطو برابر ټولو صرافانو اوتجارتي بانکونو ته چې پخوايي لس زره امريکايي ډالره  دافغانستان بانک دبازار دعملياتو په لوي مديريت کې  دتضمين په ډول تحويل کړي دي بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبو کې گډون وکړي .

له ټولو برخه والو  څخه غوښتنه کېږي چې دداوطلبي فورمې دي دداوطلبي په ورځو دسهار تر نهو بجوپوري  دبازار دعملياتو له لوي مديريت څخه ترلاسه  او دسهار په نهو بجو اوديرشو دقيقو دې بيرته وسپاري.

هغو صرافانو چې تراوسه پوري په ډالري ليلامونو کې دگډون په مقصد لس زره امريکايي ډالره  تضمن نه دى تحويل کړي کولاى شي  له داوطلبي څخه يوه ورځ  مخکې دخپل تضمين پيسې تحويل اوپه راتلوونکو ليلامونو کې گډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته