کابل باختر د تلي نولسمه
دسعودي عربستان دکورنيو چارو وزير زيارت کوونکو ته خبر دارى ورکړى دى چې دحج له مراسمو څخه دسياسي مقاصدو لپاره استفاده ونه کړي .
دباخترآژانس دخبر له مخې : شهزاده محمد بن تايف ويلي دي چې دسعودي دولت ټول زيارت کوونکي هڅوي چې د حج مراسم له هر هغه عمل څخه لرې ترسره کړي چې ښايي د دوى امنيت له خطر سره مخامخ کوي .
ده وويل : د زيارت کوونکو امنيت د دې غوښتنه کوي چې هر حرکت او بدلون ته په جدي توګه وګورو او ويي ويل چې عربستان د دوه زرم کال په لومړي لسيزه کې دتروريزم دڅپو ډګر و چې مذهبي ځايونه يې هم ونيول .
دمحمد بن تايف دڅرګندونو له مخې : دسعودي دولت پنځه نوي زره امنيتي ځواکونه د حج دمراسمو دامنيت دتامينولو لپاره ګومارلي دي .
3 1 دقیقه لوستل