کابل / د وږي ۱۰ مه / باختر
د ملي اردو منسوبینو پرون ۹ ماينونه په بغلان کې کشف او شنډ کړل.
د ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باخترآژانس ته وويل چې د ملي اردو منسوبینو ۹ ماينونه د بغلان په ډنډغوري لويه لاره کې کشف او شنډ کړل.
جمال زياته کړه: ياد ماينونه وسله والو مخالفینو پر ملکي وګړو او پوځي کاروانونو د بريد په موخه ځاى پرځاى کړي وو.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ