سیاست

حامدکرزي د پکتیا د وروستۍ پیښې د څیړنې لپاره د استول شوي پلاوي رپوټ واورید

کابل باخترد جوزا دمياشتي١٤ نيټه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د پکتیا ولایت دګردې څیړۍ ولسوالۍ دسوري خيلو په کلي دایتلافي ځواکونو دهوایي بمبارۍ د وروستۍ پیښې د څیړنې لپاره د استول شوي دولتي  پلاوي رپوټ واورید.

باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې

د جمهوري ریاست د سلاکار وزیر طاهر صافي په مشرۍ لیږل شوي پلاوي، نن د هېواد جمهورریس ته د خپلو موندنو رپوټ وړاندې کړ، وې ویل: دغه پلاوی د ګردې څیړۍ ولسوالۍ د سوري خیلو کلي ته لاړ او د دغې غمجنې پیښې له امله یې ستاسو د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د سیمې خلکو ته وړاندې کړل.

پلاوي وویل: د امنیتي ځواکونو درپوټونو، د ځایي خلکو د معلوماتو او زموږ د موندنو له مخې دا څرګنده شوه چې د غبرګولي په شپږمه نېټه له سهار څخه د مازیګر ترشپږو بجو پورې د دولت د وسله والو مخالفینو او د امنیتي ځواکونو ترمنځ د سوري خیلو له کلي څخه څلور کیلو متره لرې جګړه شوې وه چې بیا د همدغې ورځې پر ماښام شاوخوا ۷ بجې د ایتلافي ځواکونو الوتکې راځی او د سوري خیلو په کلي درې بمونه غورځوي چې له امله یې دشفیع کور په بشپړه توګه له منځه ځي او دکورنۍ اوه تنه یې شهیدان کیږي.

پلاوي وویل چې له دغې کورنۍ څخه یوازې یوه اته کلنه ماشومه نجلۍ او یو درې نیم کلن ماشوم هلک پاتې شوی دی.

 

پلاوي زیاته کړه: له دې سره سره چې په سیمه کې د مخالفینو شتون او د ورځې په جریان کې د جګړې دوام حقیقت لري خو په مشخصه توګه په دغه بمبار شوي کورکې د مخالفینو شتون او یا د دغه کور له داخل څخه د ډزو کول د پلاوي له نظره واقعیت نه لري، ځکه هغه میرمنې او ماشومان چې په دغه کورکې موجود و پر وسلې باندې د ډزو کولو توان یې نه درلود.

پلاوي وویل چې د دغې ولسوالۍ خلک هیله لري او له تاسو جلالتمآب جمهورریس څخه غواړي چې دولت دې د دغو ماشومانو د ژوند د دوام لپاره مالي لګښت برابر او دهغوی وران شوی کور دې بیرته ودان کړي.

حامدکرزي د شهیدانو کورنۍ ته چې نن یې ورسره وکتل، وویل که څه هم هر ډول مرستې ستاسو درد او غم نه شي کمولي، خو زه  اړوندو چارواکو ته لارښوونه کوم چې ستاسو کورنۍ ته په پکتیا او کابل کې د داستوګنځې په موخه  ځمکه درکړي او وران شوی کور بیرته درته ودان کړي.

جمهورریس همدا راز د دغې کورنۍ د پاتې دوه تنو ماشومانو د تعلیم او د ژوندانه د دوام لپاره د مالي لګښتونو د برابرولو لپاره هم اړوندو چارواکوته لارښوونه وکړه.#ختم- فضل واحد

 

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته