کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٢ :
اجرائيه رياست په کندزکې د طالبانو د يرغمل نيونې په اړوند يوه اعلاميه خپره کړې ده .
دباختر آژانس دخبرله مخې :
په دې اعلاميه کې ويل شوي دي چې له بده مرغه او په زيات خپګان سره يو ځل بيا ډار اچوونکو او جنايتکارو طالبانو د بغلان _ کندز په لويه لاره کې دملکي او بېګناه وګړو د سپرلۍ د موټرونو په درولو سره په نه هيريدونکي جنايت لاس پورې کړ. جنايتکارو طالبانو له مسافر وړونکو موټرو څخه د سپرليو په ښکته کولو سره يو شمېر يې په بېرحمانه او مظلومانه ډول په ډزو سره ووژل او يوشمېر نور يې وتښتول.
د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه په يوه چټک اقدام کې په دې بريالي شول چې يوشمېر اسيران د جنايکارو طالبانو له منګولوڅخه وژغوري او د نورو اسيرانو د آزادولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
اجرائيه رياست د تروريستو او ډار اچوونکو طالبانو، دسولې، امنيت او انسانيت د دغو دښمنانو دغه جنايکارانه عمل په ډيروسختو الفاظو سره غندي او دهېواد وسله والو ځواکونو ته لارښونه کوي چې د اسيرانو د خلاصون په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
اجرائيه رياست دغه راز د هېواد وسله والو قوتونو ته لارښونه کوي چې په ټول توان سره طالبان او د دغه جنايت عاملين وځپي او هغه په ډير لنډ ممکن وخت کې د قانون منګولو ته وسپاري .
د ملي وحدت حکومت د قربانيانو کورنيو، اسيرانو او هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د تروريستو طالبانو په ځپلوکې له ټول توان څخه کار اخلي او د هېوادوالو د امنيت د تامينولو په لاره کې له هيڅ راز هڅوڅخه ډډه نه کوي.
0 1 دقیقه لوستل