سیاست

دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دايټاليا دپارلمان له مرستيالې سره وکتل.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢١
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي په دې وروستيو وختو کې د ايټاليا دپارلمان له مرستيالې او د اروپا په پارلمان کې دايټاليا دښځو د ډلې او رييسې ميرمن مرينا سيريني سره د روم په ښارکې وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت دويندوى دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ لومړۍ دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين له افغانستان سره په تيره بيا دقضايي اصلاحاتو او په هرات ولايت کې دبيارغاونې دسترو پروژو په برخه کې دايټاليا د ارزښتنا کو همکاريو له امله مننه وکړه او دافغانستان دحکومت دسولې دهڅو او په حکومت کې دښځو دونډې د زياتوالي او دانتخابآتي اصلاحاتو دکميسيون دجوړولو په ګډون دافغانستان دحکومت د برياليتوبونو په باب معلومات وړاندې کړل.
وروسته دايټاليا دپارلمان مرستيالې او د اروپا په پارلمان کې دايټاليا دښځو د ډلې رييسې په حکومت کې دښځو دونډې زياتوالي ته دافغانستان دحکومت دپاملرنې په هرکلي سره دافغانستان دملي شورا له غړو په تيره بيا له ميرمنو سره دايټاليا دپارلمان دهمکارۍ دپروګرام خبر ورکړ .
ديوبل خبرله مخې : دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي په دې وروستيو وختو کې دايټاليا دپارلمان دبهرنيو چارو دکميسيون له رييس فبريزيوسيچيتو سره په روم ښارکې وکتل.
لومړۍ دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين له افغانستان سره د ايټاليا د ارزښتناکو همکاريو له امله مننه وکړه او د افغانستان دحکومت دسولې دهڅو او دسياسي، امنيتي او اقتصادي ليږدونې دبهير او دانتخاباتي اصلاحاتو دکميسيون دجوړولو په ګډون دافغانستان دحکومت دبرياليتوبونو په باب اوږدې خبرې وکړې.وروسته دايټاليا دپارلمان د بهرنيو چارو دکميسيون رييس دافغانستان دحکومت دسولې دهڅوددوام اودبرياليتوبونو دساتنې او دافغانستان ترڅنګ دنړيوالې ټولنې دشتون د دوام د اهميت په باب خبرې وکړې په دوام باندې ټينګار وکړ او په دې لاره کې يې دايټاليا دهمکارۍ ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته