فرهنګ

دمبارکۍ پيغام

 

١-کابل باختر د لړم څلورمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارووزير ډاکتر  زلمي رسول په نامه  دنيکمرغه لوى اختر له امله دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو دوزيرې هيلري کلنتن له خوا دمبارکۍ پيغام رارسيدلى دى .

  خوښه يم چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دنيکمرغه لوى اختر له امله ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايم او دزړه له کومې  هغو حاجيانو ته چې دسږ کال د حج له سفر څخه خپلو کورونو ته راستنيږي دزړه له کومې دمبارکيو مراتب وړاندې کړم .

  تل کله  چې دملينونو تنو مسلمانانو غونډه دنړۍ په ډيره  يوه پراخه ساحه کې چې په زرګونو تنه يې دامريکا له هيواد څخه دي، وينو تر اغيزې لاندې راځو .

 په حقيقت کې په داسې ډول دمليونونو تنو يوځاى کيدل چې ټول نژادي ،طبقاتي ، جنسيتي او فرهنګي خنډونه له منځه وړي  په نړيواله ټولنه کې يوښه الهام دى او  دامريکا  خلکو ته يو له مانا ډک زيرى ورکوى .

 د حج دمراسمو په بهير کې  مسلمانان له دنيوي پولو څخه بهر د تللو لپاره سره  يوځاى کيږي او په دې  عمل کې ټول  بشريت ته ډيرو لوړو درسي مرتبو ته  درسيدو لپاره هلې ځلې دي .

 دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت له خوا په ټوله  نړۍ کې خپلو ټولو مسلمانانو وروڼو اوخويندو ته دښه اختر او هغو حاجيانو ته چې د حج  له  سفر څخه راستنيږي  دبې خطر  سفر هيله کوم .  دغه راز دنيکمرغه لوى اختر له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير ډاکتر زلمي رسول له خوا دايران  دبهرنيو چارو دوزير ډاکترعلي اکبرصالحى ،دازبکستان دبهرنيوچارودوزيرعبدالعزيز کامل اوف ،  دتاجکستان  جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير همراه خان ظريفي ، دترکمنستان جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير رشيد مره دوف ، دقرغزستان جمهوريت دبهرنيو  چارو دوزير عبدالدايوف ارلان بکيشويچ او د قزاقستان جمهوريت دبهرنيو چارو  دوزير وايرلان ادرسيوف په نامه دمبارکي پيغامونه  ليږل شوي دي .

دغه راز  دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارووزارت دسياسي معين جاويد لودين له خوا دايران دبهرنيو چارو دوزارت داسيا او اوقيانوسيه دمرستيال عباس  عراقچي په نامه دمبارکي پيغام ليږل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته