ښوونه او روزنه

په دايکندي کې د يوه ښوونځي د جوړولو کار پيل شو

کابل باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه :  
په دايکندي ولايت کې د يوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو.
د دايکنډي د پوهنې رئيس رحمت الله سيرت دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د دايکنډي ولايت د مرکز نيلي ښار د بر ميش ښوونځي د ودانۍ د پوهنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د څه دپاسه ۲۷ ميليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي چې په ودانۍ کې يې اته درسي خوني، د انګړ ديوال او نورضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي .
د دغه ښوونځي مدير شيرعلي وويل چې اوس د دغه ښوونځي زده کوونکي په پرانستې فضا او تر ونو لاندې په زده کړې بوخت دي چې د ودانۍ په جوړېدو سره به د نجونو او هلکانو په ګډون د ۲۵۰ تنو زده کوونکو ستونزې لرې شي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته