امنیت

شل طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل / د کب ۱۲ / باختر
شل وسله وال طالبان په قندهارکې له پوځیانوسره په جګړو کې ووژل شول او ۵ نورټپیان شول.
دغه جګړې تېره شپه هغه وخت ونښتې چې یوې ډلې وسله والو طالبانو په میوند او ارغنداب ولسوالیوکې د پوځيانو پر ګزمې او پوستې بریدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د میوند قول اردو د رسنیودفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې په دغوجګړو کې ۲۰ وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ نورټپیان شول.
دغه قول اردو وویل چې پوځيانومخکې د طالبانوله بریدونوڅخه خبر وو.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبرله مخې، په قندهارکې د طالبانو د جنګي وسایلویوه ډيپو کشف شوه.
دغه ډیپو په پنجوايي ولسوالۍ کې د طالبانو په پټنځي کې ساتل کېده.
پولیس وايي چې له دغه ډيپوڅخه د یوې اندازې چاودېدونکو توکوپه ګډون د طالبانوڅو ماینونه او لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.
د دغې پېښې په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته