کابل باختر دوږي دمياشتې اوومه نيټه :
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې د بريټانيا د شاهي هېواد له سفير نيکولاس کي سره د پيژندګلوۍ کتنه وکړه.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى د بهرنيو چارو وزير په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د بريټانيا د ارزښتناکو همکاريوله دې جملې څخه دامنيت اوبيا رغاونې په برخوکې قدرداني وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې په دغو برخوکې به د دواړو هېوادونو مشارکت او همکارۍ دوام وکړي .
وروسته نيکولاس کي له افغانستان څخه د دوامداره ملاتړ په لاره کې د بريټانيا د قوي ژمنې ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې له افغانستان سره به د دغه هېواد همکارۍ په سياسي، امنيتي، پرمختيايي، ښې حکومتوالۍ او بشردوستانه مرستو په برخوکې دوام وکړي.
د دغې کتنې په دوام دواړو لورو د افغانستان د حالاتو، سيمه ييزو همکاريو او د افغانستان په مشرۍ او مالکيت د سولې د بهير په باب خبرې اترې وکړې.
0 1 دقیقه لوستل