امنیت

دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي دځانګړو پوليسو عمليات په سلو کې درې څلويښت زيات شوي دي

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٢٤ :

دکورنيو چارو وزارت مقامات وايي چې له نشه يي توکوسره دمبارزي ځانګړو پوليسو دتيرميلادي کال په بهيرکې  په هيواد کې څه دپاسه درې زره اته سوه لس هکتاره ځمکه دکرل شولو کوکنارو له شتون څخه پاکه کړې ده.

دباختراطلاعاتي اژانس خبر راکړ دکورنيو چارو وزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ويلي دي  چې په ٢٠١١ ميلادي کال کې  دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزي  دځانګړو پوليسو عمليات دنشه يي توکو دقاچاق وړونکو بانډونو پرخلاف  او دکرل شويو  کوکنارو داړولو په مقصد خپل عمليات په سلو کې درې څلويښت  زيات کړي دي .

 په دغو عملياتو کې په هيواد کې څه دپاسه درې زره  اته سوه لس هکتاره ځمکه له کرل شويو کوکنارو څخه پاکه شوې ده او څه دپاسه يوسلو پنځه څلويښت  زره اووه څلويښت کېلوګرامه ډول ډول نشه يي توکې له يوسلو پنځه زره څلور سوه اتو ليترو کېمياوي توکوسره چې دهيروئينو په توليدولو کې کارول کېږي ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي دي  چې د  ٢٠١٠ کال په پرتله  په هيواد کې دهيروئينو دتوليد دکارخانو په  ويجاړولو  کې په سلو کې پنځه ويشت  زياتوالې راغلي دي  اوله دې پلوه مافيايي بانډونوته څه ناڅه درې سوه شپيته مليونه ډالره زيان رسيدلي دي.

دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي ځانګړو پوليسو په تيرعيسوي کال کې دنشه يي توکو دقاچاق وړونکو دنيولو په مقصد څه ناڅه دوه سوه عمليات  ترسره کړي دي  اوپه دې بريالي شوي دي چې يو زرو دوه سوه نوي تنه يې ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته