سیاست

حامدکرزي دافغانستان او هندوستان دخلکو ترمنځ اړيکې تاريخي اوژورې وبللې

کابل باختر د مرغومي څلورمه :
دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي نن ددوست هېوادهندوستان له صدراعظم نارندرا مودي او له ملګري هيئت سره يې  دخپل کار په دفتر کې وکتل
دپخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې حامدکرزي دافغانستان او هندوستان ترمنځ دلرغونو او دوستانه اړيکو په يادونې سره په تيرو ديارلسو کلونو کې ددغه هېواددهراړخيزو او بې غرضو مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه. او ددواړو هېوادونو دخلکو ترمنځ اړيکې يې تاريخي او دزړه له کومې وبللې .
حامدکرزي دغه راز دافغانستان دملي  شورا دنويو تاسيساتود پرانيستلو په مراسمو کې دګډون په موخه افغانستان ته دنارندرا مودي دسفر او دافغانستان خلکو ته دهغه دجزابي او له محبت ډکې وينا داورولو له امله مننه وکړه .
محمد کريم خليلي ،  قومي مشرانو ، مخورو او دپخواني حکومت غړو چې په دې کتنه کې يې برخه لرله هم له افغانستان سره دهندوستان  دلرغوني دوستى او دمرستو او همکاريو له امله قدرداني وکړه .او ددغو همکاريو ددوام غوښتنه  يې وکړه .
خليلي دغه راز زياته کړه: دهند او افغانستان دوستي ژورې اوکلکې  جرړې لري او هيڅ ستونزه او چلنج نه شي کولاى زموږ دوستۍ ته زيان ورسوي وياهم موږ له هندوستان سره له دوستۍ  څخه لاس په سرکړي .
نارندرا مودې هم له افغانستان سره دخپل سفر له امله دخوښۍ په  څرګندولو سره ، ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې تاريخي او لرغونې وبللې او ددغو  اړيکو دټينګښت په لاره کې يې د حامدکرزي رول وستايه .
  حامدکرزي نن له غرمې مخکې دافغانستان دملي شورا دنويو تاسيساتو دپرانيستلو په مراسمو کې چې دهندوستان په مالي او تخنيکي مرسته جوړ شوي دي او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني او دهندوستان دصدراعظم نارندرا مودي له خوا پرانيستل شول  ګډون وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته