کابل باختردلړم دمياشتې٢١نيټه :
په لوګر ولايت کې تېره شپه د وسله والو طالبانو بريد په شاوتمبول شو.
د لوګر د امنيې قوماندلانۍ وياند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د لوګر ولايت په مرګز پورې اړوند د شکر د کلي په امنيتي پوستې بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له خوا د دوى بريد په شا وتنمبول شو او د کومکي ځواکونوپه رسيدو سره وسله وال طالبان ونښتيدل.
احمدزي زياته کړه: په دې پيښه کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پوليسو دغه پوسته د پل علم ښار ته څېرمه موقعيت لري او د وروستۍ يوې مياشتې په بهيرکې د وسله والو يرغلګرو له خوا پنحه ځلې په هغې بريد شوى دى.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ