امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل باختر  د وږي  ديارلسمه
څلور تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې  دپوليسو له ځواکونوسره  په نښته کې و وژل شول .
  دهلمند دوالي ويندوى داود احمدي باختر اژانس ته وويل  دغه وسله وال طالبان له هغه وروسته ووژل شول  چې دسنګين ولسوالۍ  په شين غزوي ساحه کې يې  دپوليسو په پوستي  بريد وکړ .
  يوه اړونده خبرځاى وويل په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
خبرځاى زياته کړه په دې نښته کې دپوليسو ځواکونو ته  زيان نه دى اوښتي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته