هرات باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٥ :
د دوو تنو ځوانانو مړي چې په ډزو سره وژل شوي دي، تېر ماښام د هرات ولايت له ادرسکن ولسوالۍڅخه وموندل شول.
د هرات ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې دغه دوه تنه ځوانان د تفريح لپاره د ادرسکن ولسوالۍ کليوالي سيمو ته تللي وو.
له بله پلوه د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو دوو تنو ځوانانو د وژل کيدو د څرنګوالي په باب څيړنې پيل شوې دي.
دغه ځوانان د ګذرې او انجيل د ولسواليو اوسيدونکي وو چې په ډزو سره وژل شوي دي او د هغوى د وژلو علت معلوم نه دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ