امنیت

په لغمان کې دعملياتو په ترڅ کې څلور تنه مشکوک کسان نيول شوي دي

مهترلام دکب دمیاشتی پنخمه باختر
له ۲۰۱ سيلاب قول اردو څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، هغه عمليات چې څو ورځې وړاندې د لغمان ولايت مرکز او الينګار ولسوالۍ پورې اړوندو ځينو سیمو کې پيل شوي و په ترڅ کې يې خلور تنه مشکوک کسان نيول شوي دي.
همداراز د دغو عملياتو په ترڅ کې سعید قلعه، ګل اباد، نوره، اباخيل، بديع اباد، بصرام، شيخ قلعه، پنج پدر، عقل تمامه او نواباد کلي هم تصفيه شوي او په دغو کليو کې پلټنه ترسره شوې ده، د پلټنې پر مهال   د ټانګ يو دوربين او د راکټ يو دوربين هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي، د دې ترڅنګ يو ماين هم د امنيتي ځواکونو له لوري کشف اوشنډ شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته