ټولنه

په تخار کې څلور تنه د جعلکارۍ په شک ونیول شول

کابل/ د کب ٢۴مه/ باختر
د تخار پولیسو څلور تنه د جعلکارۍ او غولولو په اړوند ونیول.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه کسان هغه وخت ونیول شول چې غوښتل یې په تالقانو ښارکې یوه اندازه جعلي سره زر پر خلکو او د سرو زرو پر پلورونکو وپلوري.
هغه وویل: له دوی څخه یوه اندازه جعلي سره زر هم ترلاسه شوي دي.
پا/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته