دايبکوښار باختر د ثور د مياشتې ١٧ :
په سمنګانو ولايت کې له لسګونو سيلاو ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
په دې پړاوکې له ٤٥ کورنيوسره د وريجو، غوړيو او اوړو مرسته شوې ده .
دغه مرسته د سمنګانو ولايت د خيرغوښتوونکو خلکو او د سمنګانو د مدني فعالانو په همکارۍ ترسره شوې ده.
د سمنګانو ولايت له پيښو سره د مبارزې د ادارې يومسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې له پنځه څلويښت سيلاوځپلوکورنيوسره د وريجې، اوړو او غوړيو په ګډون د خوارکي توکو مرسته شوې ده.
ده وويل: دغه مرسته د خيرغوښتوونکو خلکو او د مدني فعالانوپه همکارۍ ترسره شوې ده.
په داسې حال کې چې تراوسه پورې په سمنګانوکې څه دپاسه ٦٠ سيلاوځپلې کورنۍ مرستوته اړتيا لري.
0 1 دقیقه لوستل