کابل باختردزمري دمياشتي ٢١
کابل ــ د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو ریاست او ویاند دفتر او ددیپلوماسی انستیتوت په نوښت په کابل کې د میشتو سفیرانو د ویناوو لړی د ۱۳۹۱ کال د زمري په ۱۸ مه پیل شوه. ددې لړی لومړنی ویناوال په کابل کې د هند جمهوریت سفیر ګاتم موخو پادایا وو.
ددې برنامې یو د اساسي موخو څخه،د نړی له د هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو او همکاریو په اړه د لا ژورو بحثونو رامنځته کول دي. دغه برنامه کې چې لومړی په کی په کابل کې میشت یو له بهرنیو سفیرانو څخه وینا کوي او وروسته د سفیر او دناستې د حاضرینو ترمنځ ازاد بحث ترسر ه کیږي، کولای شي د هغو ځوانو افغان دیپلوماتانو د معلوماتو او ظرفیت په لوړیدا کې چې اوسمهال د دیپلوماسی په انستیتوت کې ددیپلوماسی پر مسلکي زده کړو بوخت دي،اغیزمن تمام شي.
ښاغلي موخو پادایا د هند جمهوریت او افغانستان تر منځ د اړیکو پر تاریخچه د مفصلو توضیحاتو په وړاندې کولو سره روښنایی واچوله ،اود افغانستان د امنیت په ټینګښت او بیا رغونه کې یې د هند د فعال ګډون د بیلا بیلو مرستو اړخونه یې په ګوته کړل. ښاغلي موخو پادایا د افغانستان او هند ترمنځ ددوستی اړیکه نه یواځې یوه تاریخي اړیکه وبلله بلکه هغه ته یې ددوه ګاونډیو او دوستو هیوادونو د خلکو ترمنځ دیوې طبیعي اړیکې په توګه اشاره وکړه.
افغانستان د هند جمهوریت سره دستراتیژیکو همکاریو لومړنی موافقه لیک د1391 کال دتلی دولسمه نیټه په نوی ډیلي کې لاسلیک کړ.
همدا راز موخو پادایا د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسی انستیتوت د کتابتون سره د ۲۶۰ ټوکو مختلفو کتابونو مرسته وکړه.
په دې غونډه کې د ډیپلوماسی انستیتوت له ۵۰ ډیرو زده کوونکو او همداراز د بهرنیو چارو وزارت ګڼو رئیسانو ګډون کړی وو.