(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

معروفي: بهرنيو سیلانیانو ته ځانګړي موټر پېرل شوي او د لارښوونې په برخه کې يو شمېر ژباړونکي هم ګومارل شوي دي

کابل، د وږې۶ مه، باختر

د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مېلمستونونو او سیاحتي شرکتونو عمومي مدیر مولوي عصمت الله  معروفي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل.

په دې کتنه کې مولوي عصمت الله  معروفي وویل، چې له دې وروسته به بهرني سیلانیان له هوایي ډګر څخه تر بېرته ستنېدو پورې د یو ژباړونکي او ځانګړي موټر په واسطه لېږدول کېږي.

مولوي معروفي زیاته کړه، چې د سيلانيانو لپاره يو شمېر ځانګړي موټرونه پېرودل شوي او همدرانګه د بهرنیو سيلانيانو د لارښوونې په برخه کې يو شمېر ژباړونکي هم ګومارل شوي دي.

په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نعيم الحق حقاني د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ وویل، چې دغه بهير به په هېواد کې د لا زیاتو سيلانيانو د جذبولو لامل شي.

حقاني د سیلانیانو د شمېر زیاتوالي ته په اشارې سره وویل چې سږ کال هرات ته هم په کورنیو سیلانیانو سربېره زیات شمېر بهرني سیلانیان هم ورغلي دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا