امنیت

په بلخ کې له يوې اندازې چاوديونکو توکو سره دوه ښځې او د يوه سړي نيول کيدل

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
دبلخ ولايت امنيتې مامورين د يوې اندازې نشه يي توکو په کشفولو بريالي شوي دي.
ددغو توکو په اړوند دوه ښځې او يو نارينه نيول شوي دي .
دغه توکي په بدخشان ولايت کې بار شوي و او ټاکل شوې وه د پلورنې لپاره  د مزارشريف ښارته وليږدول شي چې ددغه ښار په امنيتي کمربندکې د امنيتي مامورينو له خوا کشف او ترلاسه شول .
دبلخ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې  په دغو توکوکې څلويښت کيلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي شته .
جنرال رحيمي تاييد کړه چې ددغو نشه يي توکو دليږدونې په اړوند دوه ښځې او يو نارينه د امنيتي مامورينو له خوا نيول شوي دي .
دترلاسه شويو شميرنو له مخې: د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې د بلخ ولايت  امنيتي مامورين د څه ناڅه يو نيم ټنو نشه يي توکو په کشف او ترلاسه کولو بريالي شوي دي .
دبلخ ولايت امنيه قوماندان وايي چې ددغو توکو دليږدونې په اړوند يوسلو پنځه ديرش تنه  نيول شوي او عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي دي .
داپه داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د پلورنې او کارولو زياتوالى د امنيتي بنسټونو د مسوولينو په ګډون دخلکو د انديښنې سبب شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته