(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)(PS)ټولنه

ملا برادر آخوند د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو چارو پرانیسته وکړه

کابل، د وږي ۲۸مه، باختر

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې، د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو چارو پرانیسته وکړه.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال سربېره، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور او یو شمېر نورو امارتي مسئولینو هم ګډون کړی و.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې؛ په دغو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وویل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، دلته یې عزت خوندي دی او همدا یې د پېژندنې او هویت سمبول دی.

همدا لامل دی چې اسلامي امارت د تېرو ډېرو نظامونو برعکس د دې ځورېدلي ولس د خدمت او د هېواد د آبادۍ لپاره ژمن او متعهد دی.

هغه زیاته کړې ده: “اسلامي امارت دا درک کړې ده چې د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا تر ټولو مهمه برخه ده. همدې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت په کور دننه د برېښنا تولید په خپلو لومړیتونو کې نیولی او پر ټولو پانګه والو یې غږ کړی چې په کور دننه د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.”

ملا برادر آخوند ویلي دي: “د همدې هڅو په دوام دا دی نن د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د پيل شاهدان یو. د برېښنا د تولید په برخه کې به د افغانستان اړتیا ته په کتو دا پروژه کوچنۍ ښکاري، خو ما ته خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې ډېره مهمه ده.”

هغه زیاته کړې ده: “دا د دې ښکارندويي کوي چې موږ خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې ۱۰ مېګاواټه د نورو له احتیاجه خلاص شو.”

د اقتصادي مرستیال په وینا، اسلامي امارت د برېښنا اهمیت ته په کتو وپتېیله چې له ترکمنستان څخه د راتلونکي ۵۰۰ کیلو ولټ لین پروژې د چارو بشپړولو قرارداد د یو کان په بدل کې «افغان انوېسټ» شرکت ته ورکړي، چې په دې سره به افغانستان ته د سلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره او په کلني ډول به ۲۰۰ میلیونه ډالره سپما شي.

ملا عبدالغني برادر آخوند یو ځل بیا پر کورنیو او بهرنیو پانګه والو غږ کړی چې د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي او دلته له رامنځته شویو اقتصادي فرصتونو څخه استفاده وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دغه پروژه د اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري د یوه کال په موده کې بشپړېږي چې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا