(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

ملا خيرالله خيرخواه: بچیان مو مدرسو ته ولېږئ چې زرین تاریخ مو ژوندی پاتې شي

کابل، د وږي ۱۰مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه، پکتيا کې د یوې مدرسې د بنسټ ډبرې ایښېودلو پر مهال وويل: “بچیان مو مدرسو ته ولېږئ چې زرین تاریخ مو ژوند پاتې شي.”
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اسلامي امارت د کابینې د یو شمېر غړيو په شتون، نن د پکتیا مرکز ګردېز ښار ته څېرمه په اودکي سیمه کې د یوې لویې مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل: د الله تعالی (ج) په حمد او ثناء مکلف یوو چې په دې سپېره دښت کې د دین د یو لوی مرکز ډبره ایښودل کېږي.
ملا خيرخواه زیاته کړه: “نه یو ستړي شوي، ډول ډول خوارۍ تېرې شوې، ګوانتنامو کې مو خواست کاوه چې لا نور هم د الله تعالی په دین کې ستړي شو.”
هغه څرګنده کړه: د هغو کسانو نومونه چې د اسلام مقدس دین ته یې خدمت کړی دی؛ د تاريخ په زرینو پاڼو لیکل شوي او هېڅکله به د مسلمان له زړو ونه وځي.
سرپرست وزير د یتیمانو پر سالمې روزنې د ټینګار ترڅنګ، زیاته کړې چې ولسونه دې له یاد فرصت څخه استفاده وکړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا