فرهنګ

پوهاند محمد رسول باوري : فرهنګ يوه ملي موضوع ده.

کابل باختر د ليندي لومړى :
دملي  فرهنګ په برخه کې دپاليسۍ  جوړولو دموظف  کميسيون لومړى غونډه  نن داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت دسرپرست  پوهاند محمد رسول باوري  په مشرۍ غونډه وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله  مخې ، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېواد کې دملي فرهنګ دودې او په ځينو مواردو کې دابهاماتو دمخنيوي په خاطر  يو کميسيون  موظف کړى دى چې دملي فرهنګ پاليسي تدوين کړي .
ددغه کميسيون په لومړى غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  په خبرو کې  وويل چې فرهنګ يوه ملي  موضوع ده  او دغه وزارت غواړي هغه څه چې په هېواد کې  په فرهنګ  پورې اړه لري ددغه وزارت له لارې ترسره کړى شي .
دباوري دڅرګندونوله مخې،  بايد درک شي چې فرهنګ  څه دى ځکه فرهنګ په يوه عنوان کې نه ځاييږي .
ده تينګار وکړ چې دفرهنګ ساتنه ، ملاتړ او انکشاف  په لومړيتوب  کې ځاى لري او دغه مسئله مشخصوي  چې دهېواد فرهنګ له کومې زاويې څخه په خطر کې  دى .
په دغه شان حالت کې دې ته اړتيا ده چې هراړخيزه ملي فرهنګي  پاليسي برابره شي .
وروسته  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکار  ډاکتر خوشحال روهي داقاخان بنسټ  استازي او دکميسيون يو شمير غړو دموضوع په باب  خبرې وکړې .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته