(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)فرهنګ

ملا خیرالله خیرخواه د اطلاعاتو او کلتور وزارت او رسنيو ترمنځ پر لا زياتې همغږۍ ټينګار وکړ


کابل، د وږي ۱۵مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه نن په داسې حال کې چې د دغه وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي هم شتون درلود د بدخشان له ژورنالیستانو او د رسنيو له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې ژورنالیستانو او د رسنيو استازو د رسنيو د فعالیت جواز، اطلاعاتو ته د لاسرسي او نورو اړوندو برخو کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه شریک کړل او د حل غوښتنه يې وکړه.
هغوی د اسلامي امارت د مسوولينو له همکاريو په مننې سره، ژمنه وکړه چې په ټول توان سره به د نظام د تقویت او د هېوادوالو د خدمت لپاره فعالیت وکړي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه په خپلو خبرو کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او رسنيو ترمنځ پر زياتې همغږۍ ټينګار وکړ او ويې ويل، چې هڅه کوو د حکومتي رسنيو ترڅنګ، د خصوصي رسنيو هم ملاتړ وکړو ترڅو یې ستونزې حل کړو.
هغه، د امکاناتو په چوکاټ کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او له ژورناليستانو او د رسنيو له استازو څخه يې وغوښتل چې حقايق او هغه څه خپاره کړي چې د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي د ټينګښت سبب شي او د هغه څه له خپرولو څخه دې ډډه وکړي چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پرخلاف وي.
همدا رنګه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي، هم ډاډ ورکړ، چې رسنيو ته د پر وخت اطلاعاتو د ورکولو په اړه، له اړوندو دولتي ادارو سره خبرې کړې او په دې برخه کې د وزارت هڅې دوام لري.
‏6:22:46 مښام

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا