
کابل، د وږي ۶ مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد د MCC شرکت له مسوولینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د یاد شرکت مسوولینو وویل، چې موږ هڅه کوو، د مس عینک کان څخه د مسو استخراج په داسې ډول وکړو، چې فرهنګي آثار خوندي پاتې شي او د مسو استخراج هم په ښه ډول ترسره شي.
د دغه شرکت مسوولینو دغه راز په دې برخه کې له ملا خیرالله خیرخواه څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
دوی همداراز خوښي وښوده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره کورنيو او بهرنيو شرکتونو ته د کار ښه زمینه برابره شوې ده.
ورته مهال ملا خیرالله خیرخواه د MCC شرکت مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د تاریخي آثار یوه هېواد پورې تړلي نه دي، ساتنه یې د ټولو ګډ مسوولیت دی.
نوموړي د MCC شرکت مسوولینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.