کابل باختر دوري اوومه :
په پلخمري ښارکې د اوبو لګولو د پروژې په جوړولو سره يوسلو پنځوسو تنو ځوانانوته د کار زمينه برابره شوه .
د بغلان ولايت د کرنې رييس عبدالوهاب خير زاده باختر آژانس ته وويل چې په دغو پروژوکې د څلوروکيلومترو په اوږدوالي د اوبو د کانال پخول شامل دي چې د پلخمري په ښار پورې اړوند د ډنډ غوري د سفيد خان او غورو شاخ په کليوکې د کرنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه تطبيق او عملي کيږي .
خير زاده زياته کړه: د دغو پروژو رول يوسلو پنځوسو تنو وزګارو ځوانانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو برسيره د کرنيزو اوبو د تامينولو او د کرنيزو اوبو د بې ځايه کيدو دمخنيوي په لاره کې ډير مهم دي .
0 1 دقیقه لوستل