
کابل، د کب ۲۸مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قومونو مرستیال ملا عبدالخالق عابد د قومونو د یووالي او همپالنې تر نامه لاندې جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د اسلامي امارت مسوولین د افغانستان د خلکو او ملت خادمان دي او مجاهدین د دې ملت ساتونکي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د قومونو د يووالي او پيوستون تر نامه لاندې يوه ستره غونډه نن د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له خوا په کابل کې د ولسواليو د دیني عالمانو، مخورو، پوهانو او ځوانانو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قومونو مرستیال ملا عبدالخالق عابد وويل، هغه ازادي، خپلواکي او يووالى چې افغان ملت له ډېرو کلونو وروسته ترلاسه کړى دى، ټول يې د شهیدانو د وینو برکت دی.
عابد وویل، چې د افغانانو د یووالي ثمره په هېواد کې د ملي امنیت د تامین لامل شوی او باید زموږ یووالی وساتل شي، د اسلامي امارت له نظام څخه ملاتړ د ټولو افغانانو مسوولیت دی او همدا یووالی د اشغال پر وړاندې د بریا لامل شو.
هغه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت عمومي هدف د خلکو خدمت کول دي او موږ باید له دغه نظام سره همکاري وکړو، ترڅو په ټولو برخو کې د هېواد د پرمختګ لامل شي.
نوموړي وویل، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو قومونو په خدمت کې دی او په ټولو برخو کې به د دوی مشروع ستونزو ته پاملرنه کوي.
ورته مهال د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د دې غونډې د جوړېدو قدرداني وکړه او ویې ویل، چې اسلامي امارت د هېواد له خلکو څخه د ملاتړ شرعي مسوولیت لري، ځکه چې د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ولسونه او توکمونه د هېواد په ګوټ ګوټ کې په جهاد کې برخه اخيستې او د اشغال پر وړاندې مبارزه او د اسلام دفاع يې کړې ده.
خالد وویل: د افغانستان دښمنان موږ په سیاسي او نظامي برخو کې ناکام کړي او په رسنیزه او استخباراتي برخه کې هم له ناکامۍ سره مخ دي.
هغه زیاته کړه، چې د هېواد اقتصاد د ودې په حال کې دی، د اسلامي امارت ټول مصارف له کورنیو عوایدو تمویلېږي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي وويل، چې ټول قومونه بايد د اسلامي امارت ملاتړ او ساتنه وکړي ځکه د اسلامي نظام ساتنه او ملاتړ د ټولو قومونو او ولسونو دنده ده.
هغه له خلکو او قومونو وغوښتل، چې خپل يووالی وساتي او د هېواد د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.
همدارنګه د درېیمې ناحیې د علماوو د سرتاسري شورا رئیس الحاج نعمت الله علیزاده وویل، چې د دا ډول غونډو جوړول کولای شي ملي او قومي یووالی پیاوړی کړي، موږ د اسلامي امارت له نظام څخه خپل ملاتړ اعلانوو او د دغه اسلامي نظام د ټینګښت او ساتنې لپاره به کار کوو.
د کوچیانو د خلکو استازي حاجي علم ګل هم له اسلامي امارت څخه د کوچیانو د ولس ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې ټول ولس او توکمونه له اسلامي امارت څخه اقتصاد، تعلیم، امنیت، اتحاد او اتفاق غواړي.
لمر