امنیت

لس تنه وسله وال طالبان دشبرغان-سرپل په لويه لاره کې ووژل شول

کابل –باختر د مرغومې دمياشتې ٢٧
لس تنه وسله وال طالبان دشبرغان – سرپل په لويه لاره کې دعملياتو په بهير کې ووژل شول.
لس تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول او د دوى څلور پوځي مرکزونه ويجاړ شوي دي.
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون آمر سمونوال عبدالحفيظ خاشي باختر آژانس ته وويل: دغه عمليات څلور ورځې مخکې دشبرغان – سرپل دلويې لارې په شاوخوا کليو کې پيل شوي و چې نن پاى ته ورسيدل.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : ددغو عملياتو په بهير کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو خو امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
ده زياته کړه : ددغو عملياتو په بهير کې د طالبانو څلور پوځي مرکزونه ويجاړ شوي او د تور خيلو او خواجه برهان کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
ددغو کليو يو شمير اوسيدونکي وايي دغه شان عمليات ګټور دي ځکه له عملياتو وروسته امنيتي ځواکونه ځي او طالبان بيرته راځي او دخلکو په ځورونې لاس پورې کوي او له خلکو څخه عشر او زکات راټولوي : دوى غواړي چې دولت بايد په زيانمنوونکو سيمو کې امنيتي پوستې جوړې کړي چې د طالبانو دبيرته راتګ مخه ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته