کابل باختر دغبرګولي اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام .
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې دهيواد داردو يو سابقه دار افسر ، جنرال محمد نادر بلوڅ دورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي .
انالله وانااليه راجعون
ارواښاد جنرال محمد نادر بلوڅ په اردوکې په خدماتو سربيره قومي متنفذ اوملي تاجر و،او اوس په اجتماعي او اقتصادي خدماتو بوخت و . دده خدمات دقدر وړ اومړينه يې يوه ضايعه ده .
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو او دنيمروز ولايت خلکو ته وړاندې کوم الله تعالى دې دى وبخښي اوکورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.