
کابل، د غوايي ۲۱مه، باختر
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د صنعت اوونۍ نمانځلو په مناسبت د کابل نړیوال نندارتون پرانیستې مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اساسي ګامونه اخیستل شوي دي.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، چې صنعت او تولید د هېواد په اقتصادي وده کې د ملا د تیر حیثیت لري او یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولای شي چې قوي صنعت ولري او له دې اړخه نه یوازې دا چې پر خپل ځان بسیا و اوسي بلکې نورې نړۍ ته هم خپل تولیدات صادر کړي.
برادر اخوند زیاته کړه، چې له بده مرغه اوږدو جګړو او د واکمنانو عدم ژمنتیا او نه ارادې افغانستان دې ته نه دی پرېښی چې له اقتصادي اړخه چټک مزل وکړي، خو د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اساسي ګامونه اخیستل شوي دي.
نوموړي د صنعت او تولید لپاره برېښنا اړینه وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې ژر به په کور دننه د تولید شوې کافي برېښنا څښتنان و اوسو.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، هغه څوک چې په صنعت کې پانګونه وکړي او په خپلو تولیداتو کې اسلامي امارت ته د کمیت او کیفیت تضمین ورکړي، اسلامي امارت به له بهر څخه د هغو شیانو د تورید د مخنیوي او کورني صنعت ته د بازارموندنې په موخه د خودکفایۍ په اندازه تعرفه لوړه کړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند په بهر مېشتو افغان پانګوالو غږ وکړ، چې خپل هېواد ته راستانه شي او د هېواد د اقتصاد او صنعت په رغونه کې فعاله ونډه واخلي.
هغه وویل، چې اسلامي امارت د ټولو صنعتکارانو تر څنګ ولاړ دی او هر ډول ملاتړ یې خپل مسوولیت ګڼي.
په پای کې نوموړي له هغو ټولو صنعتکارانو وروڼو او خویندو څخه مننه وکړه چې د هېواد د اقتصادي ودې او صنعت ته د پرمختګ ورکولو لپاره یې پانګونه کړې.
هېره دې نه وي، چې کابل نړیوال نندارتون کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازارموندنې، د ملي پانګوالو د ملاتړ، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو او هېوادوالو ته د کورنیو محصولاتو او تولیداتو د ورپېژندلو په موخه جوړ شوی، چې ټول په کې ۵۵۰ تولیدي کارخونو په ۵۵ بېلابېلو برخو کې خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.
لمر