امنیت

په ننګرهارکې د داعش په سنګرونو مرګانى هوايي بريدونه

کابل –باختر د وږي دمياشتې ٢٧
د ننګرهار ولايت د داعشيانو په سنګرونودهوايي ځواکونو د نويو بريدونو ډګر و.
دغه بريدونه د تيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې دننګرهار ولايت په ځينو سيمو د داعشيانو په سنګرونو ترسره شوي دي .
لومړى بريدونه تېره شپه په روداتو ولسوالۍ کې د داعشيانو په پټنځي ترسره شول.
دننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: د افغانستان د هوايي ځواکونو په دې بريدونوکې نهه تنه داعشيان ووژل شول او د هغوى د دوو قوماندانانو په ګډون څلور تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل: په دغو بريدونوکې د مامند، باندر او د جنجال شکه په کليوکې د داعشيانو څو پټنځي او ډيپوګانې له منځه تللې دي .
ديوبل خبرله مخې:
شپږ تنه داعشيان د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د داعشيانو په سنګرونو د يوبل هوايي بريدپه بهيرکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه کله چې په خپل پټنځي کې د يولړ بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو؛ د هوايي ځواکونو له خوا بريد وشو.
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يو قوماندان وايي چې په دې هوايي بريدکې شپږ تنه داعشيان ووژل شول.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په دريو تنو داعشيانو د وسلو د ليږدونې په وخت کې د افغانستان د هوايي ځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
ويل کيږي په دې هوايي بريد کې د سيمې اوسيدونکو ته د سر زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته